کافی قسط 3

کافی قسط 3
بوسټن ټي پارټي او کافي
د 'بوسټن ټي پارټي' له پېښې وړاندې په امریکايي مستعمرو کښې د برتانیا ډېری ولس د چایو لېونی و (او پخپله په برتانیا کښې خو دا ځانګړی څښاک و). په هر حال، په ۱۷۷۳ زېږدیز کال کښې د برتانوي حکومت له خوا پر چایو د ټیکس (مالیې) د زیاتېدو پر ضد امریکايي ولس د احتجاج په توګه په بندرګاه ولاړې په سلګونو د چایو وارد شوې بکسې په سمندر کښې وغورځولې. د هغه وخت مشهور شعار و: 'استازیتوب نشته، ټیکس نشته' (نو ټیکسېشن ود آوټ رپریزینټېشن). له هغه وخته راهیسې په امریکا کښې د کافي څښل د هېوادپالنې نښه وګڼل شوه او کافي د دې ځای ملي څښاک شو. په ۱۹۷۳ کښې د امریکا د ډاک محکمې په دې اړه د ډاک یو ټکټ هم جاري کړی و چې تصویر یې موږ پورته لګولی دی.
د کافي بوټي هم په اتلسمه پېړۍ کښې نوې نړۍ ته راورسېدل. تر بوسټن ټي پارټي پورې دا څښاک په امریکا کښې دومره عام نه و. تر هغې وروسته، د برتانیا د مخالفت او هېوادپالنې د څرګندولو لپاره کافي د چایو ځای ونیو. نورو ستونزو او کورنۍ جګړې هم د کافي په کارونه کښې مرسته وکړه؛ عسکرو ته دا پته ولګېده چې کافین د هغوی توان او انرژي نوره هم زیاتوي. د دغو لاملونو له کبله هغه چاره چې په ځنډ کېدونکې وه—یعنې په امریکا کښې د کافي خپرېدل—ډېره ژر وشوه. صدر ټیډي روزویلټ (شپږویشتم ولسمشر) په امریکا کښې د کافي له لویو شوقیانو څخه ګڼل کېږي. د هغه په اړه مشهوره ده چې هره ورځ به یې یو ګیلن کافي څښله. د روزویلټ په هکله دا هم ویل کېږي چې د "میکسویل هاوس" کافي کمپنۍ مشهوره مقوله "تر وروستي څاڅکي پورې غوره" د ده خپله خبره ده. ویل کېږي چې دا خبره ده هغه وخت کړې وه کله چې د ټینیسي په ایالت کښې د انډریو جیکسن (اووم ولسمشر) په تاریخي کور کښې ورته کافي وړاندې شوه.
د اتلسمې پېړۍ په پای کښې د کافي سوداګري نړیوال بازار ته ورسېده او سوداګرو ترې د ډېرې ګټې اخیستلو لپاره نوې لارې لټولې. په ۱۸۶۴ کښې د پیټسبرګ دوو وروڼو، جان او چارلس آربکل، یو نوی خودکاره ماشین واخیست چې د کافي دانې یې له پوستکو جلا کولې او ورته پخولی (وربریتولی) به یې. آربکل وروڼو پخه کړل شوې کافي په یوه یو پاونډي کاغذي کڅوړو کښې پلورل پیل کړل. دوی د دغې کافي نوم "آریوسا" کېښود او د لوېدیځې امریکا په کاو بویانو کښې یې پلور خورا بریالی شو. ډېر وخت نه و تېر شوی چې "جیمز فولګر" هم پر همدې لاره ولاړ او د کالیفورنیا د سرو زرو کارکوونکو ته یې کافي پلورل پیل کړل. په دې توګه د کافي جوړوونکو لپاره نوې لاره خلاصه شوه، چې وروسته پکښې لوی نومونه لکه میکسویل او هیلز برادرز شامل شول.
په ۱۹۶۰یمه لسیزه کښې د کافي د ځانګړتیاوو په اړه پوهاوی ډېر شو. له دې اغېزمن شوي لومړي "سټاربکس" په ۱۹۷۱ کښې د سیټل په ښار کښې پرانیستل شو. اوس سټاربکس د کافي یوه لویه نښه ده. په ولسي کچه د کافي د څښلو شوق مخ په زیاتېدو دی او ورسره سم واړه شخصي کیفې هم زیاتېږي... دوی د خپلو هغو دانو پر پاکه او پایداره سوداګرۍ ویاړي چې په ځايي کچه پخې شوې وي. کافي اوس یوه داسې نزاکت لرونکې سوداګري ګرځېدلې چې د خپلو بېلابېلو خوندونو او چاپېریالي اغېزو له وجې ډېره ارزښتناکه ده، لکه څنګه چې په پاکستان کښې چای دی.
[د بوسټن ټي پارټي: د ۱۷۷۳ زېږدیز کال د ډسمبر پر ۱۶مه د میساچوسټس د بوسټن ښار د خلکو یو سیاسي او تجارتي احتجاج و. د دې احتجاج هدف د برتانیې د پارلمان هغه "ټي ایکټ" و چې د ۱۷۷۳ د مې پر ۱۰مه منظور شوی و. د دې قانون له مخې "برټش ایسټ انډیا کمپنۍ" ته اجازه ورکړل شوه چې له چین څخه چای بې له ټیکسه واخلي او په امریکايي مستعمرو کښې یې وپلوري. د "سنز اف لیبرټي" (د ازادۍ زامن) په نوم سیاسي ډلې د دې سخت مخالفت وکړ او دا یې د خپلو حقونو خلاف وبلل. مظاهره چیانو د اصلي امریکایانو (سرخ پوستو) په بڼه برید وکړ او د ایسټ انډیا کمپنۍ د چایو ټول بار یې تباه کړ؛ دوی په کښتیو ور پورته شول او د چایو ټولې بکسې یې سمندر ته وغورځولې. برتانوي حکومت دا کار بغاوت وباله او سخت غبرګون یې وښود. دې پېښې امریکايي انقلاب ته لار هواره کړه او یو تاریخي بدلون شو. د برتانیا تر واک لاندې ولس نیوکه کوله چې 'استازیتوب نشته، ټیکس نشته' د اصولو له مخې دا د هغوی له حقونو ښکاره سرغړونه ده؛ ټیکس یوازې د هغوی ټاکل شوي استازي لګولای شي، نه هغه پارلمان چې دوی پکښې هېڅ استازی نه لري. سربېره پر دې، د ځايي واردوونکو په پرتله ایسټ انډیا کمپنۍ ته لومړیتوب ورکړل شوی و، چې ځايي تجارانو دا خپله حق تلفي وبلله. د بوسټن ټي پارټي پېښه د برصغیر د ۱۸۵۷ کال د ازادۍ د جګړې یاد تازه کوي، چې پیل یې د ټوپکو د کارتوسونو پر سر د غوا یا خنزیر د وازدې لګېدو پر ضد له اعتراض څخه وشو، ځکه عسکرو باید کارتوس په غاښونو خلاص کړي وای. په ۱۹۳۴ کښې د امریکا د ډاک محکمې څلور داسې ټکټونه چاپ کړل چې یو ځای د بوسټن ټي پارټي پوره انځور جوړوي [.
کپوچینو
د کپوچینو نوم له کپوچین راهبانو (راهبانو) څخه اخیستل شوی دی. کپوچین راهبان (تفصیل په راتلونکي پراګراف کښې دی) د کافي دومره روږدي نه ول، خو کله به یې چې په نصواري کافي کښې شیدې ورګډې کړې، د کافي رنګ به خاورین شو. دا رنګ د نولسمې پېړۍ دغو راهبانو ته د خپلو خاورینو چوغو په شان ښکارېده. دلته تر ټولو وړاندې د شیدو لرونکې کافي "کیپوزینر" جوړه شوه. د اوسني دور د ځګ لرونکې کپوچینو ډېره وروسته جوړه شوه او دا د ایټالویانو نوښت و.
]کپوچین یوه عیسوي فرقه ده. کپوچیو یوه ایټالوي کلمه ده چې د چوغې د خولۍ (ټوپ) لپاره کارېږي. د دې فرقې خلکو د شیدو ګډې کافي په رنګ چوغې اغوستلې. تاریخ یې دا دی چې په دیارلسمه پېړۍ کښې فرانسس اسیسي یوه فرقه جوړه کړه چې پلویان یې فرانسسکن بلل کېدل. په شپاړسمه پېړۍ کښې کپوچین راهبانو د دې فرقې د سمون لپاره یو غورځنګ پیل کړ، او خلک یې د خپلو پخوانیو مشرانو په څېر سخت او ساده ژوند ته بلل[ .
نصواري دانې
اومه کافي له پخې کړل شوې کافي څخه بیخي جلا وي. کله چې دانې وشکول شي نو شنې وي. د پخېدو په وخت کښې نشایسته ماتېږي او په بوره، او بوره په راب (شېرې) بدلېږي چې دانو ته نصواري رنګ ورکوي. دا کټ مټ داسې ده لکه تاسو چې ډوډۍ پر اور وریتوی او نصواري شي (دا کیمیاوي تعامل 'میلارډ' بلل کېږي). له دې سره یو ډول غوړي هم راوځي چې 'کیفیول' ورته وايي.
کافي او ایټالیا
د حیرانتیا خبره دا ده چې نن سبا د کافي لپاره کارېدونکي ډېری توري ایټالوي دي؛ لکه ایسپریسو، ډوپیو، کپوچینو، کیفې لاټې او ماکیاټو. لامل یې دا دی چې د ایسپریسو ماشین په نولسمه پېړۍ کښې په ایټالیا کښې جوړ شو. ایسپریسو یو غلیظ څښاک دی چې تودې اوبه په لوړ فشار سره د کافي له میده شوي پوډر څخه تېروي او جوړېږي. ایسپریسو د ډېرو نورو کافي څښاکونو لکه کپوچینو، لاټې او امریکانو بنسټ جوړوي.
‘کپ آف جو’
د امریکا یو مشهور متل "اې کپ آف جو" د امریکا له بحري ځواکونو څخه راغلی دی. شالید یې دا دی چې ایډمرل جوزفس ډینیل په لومړۍ نړیواله جګړه (۱۹۱۴-۱۹۱۸) کښې په جنګي بېړیو کښې پر شرابو بندیز ولګاوه، نو ځکه تر ټولو غوره متبادل کافي وه. خو دا ادعا لا هم کره څېړنې ته اړتیا لري ځکه دا محاوره تر ۱۹۳۰ وروسته په لیکنو کښې ولیدل شوه. نور خلک بیا وايي چې 'جو' د 'جموک' لنډیز دی، او جموک پخپله د "جاوا" او "موکا" له یوځای کېدو څخه جوړ شوی، چې دا دواړه د کافي ډولونه دي.
سمدستي (شتاب) کافي
فوري یا ژر جوړېدونکې کافي د نوي دور یوه لویه اسانتیا ده، که څه هم لومړی ځل یې کارونه په ۱۷۷۱ زېږدیز کښې په برتانیا کښې وشوه او د جوړېدو طریقه یې له هغه وخته روانه ده. په امریکا کښې لومړۍ مشهوره فوري کافي ’واشنګټن کافي‘ د ۱۹۰۰ په لومړیو کښې معرفي شوه؛ او د نیسکافې شیندلې-وچه کافي په ۱۹۳۸ کښې راغله (شیندلې: د کافي مایع محلول پر یوه توده تخته شیندل کېږي، سمدستي وچېږي او د پوډر په بڼه راټولېږي). بله لاره د کافي د محلول کنګل کول او د تبخیر (سبلیمیشن) له لارې د فوري کافي جوړول دي. کنګل شوې وچه کافي چې په دوکانونو کښې عامه موندل کېږي، له ۱۹۶۰ راهیسې کارول کېږي.

-

تبصرہ آپ کا
ﺗﺑﺻره آﭘﮑﺎ