نیلسن منډیلا د توکمپالنې پر وړاندې په کلکه وغږېد

نیلسن منډیلا د توکمپالنې پر وړاندې په کلکه وغږېد
نیلسن منډیلا د توکمپالنې پر وړاندې په کلکه وغږېد
نیلسن منډیلا د ازادۍ د هغو مشهورو مبارزینو څخه دی چې خپل ټول ژوند یې د توکمپالو ځواکونو پر وړاندې په مبارزه کې تېر کړ او خپل هېواد، سویلي افریقا ته یې ازادي ور په برخه کړه. منډیلا د ۱۹۱۸ کال د جولای پر ۱۸مه زېږېدلی و. د هغه پلار د ځايي قبیلې یو مخور مشر و. منډیلا ته په ماشومتوب کې د مینې نوم 'رولیهلاہلا' ورکړل شوی و، چې د دوی په 'خوسا' ژبه کې یې مانا 'شریر' (شوخ) ده. هغه د ۲۰۱۳ کال د ډسمبر پر ۵مه په جوهانسبرګ، سویلې افریقا کې وفات شو. په ۱۹۶۴ کې ورباندې مقدمه وچلېده، څارنوالۍ د اعدام سزا وغوښته خو قاضي د ټول عمر بند (عمر قید) سزا ورته ولیکله. هغه په ۱۹۷۷ کې خوشې شو خو په دې موده کې یې مور او یو ماشوم مړه شوي وو. دلته موږ د هغه هغه مشهوره وینا وړاندې کوو چې په ۱۹۶۴ کې یې په محکمه کې د خپل ځان او ګوند څخه د دفاع په وخت کې کړې وه:
زما محترم قاضي صاحب، زه لومړی تورن (ملزم) یم.
زه بي اې لرم، او تر ډېرو کلونو پورې مې په جوهانسبرګ کې وکالت کړی دی، هلته ما د دې قضیې د یو بل تورن، ښاغلي اولیور ټامبو سره کار کړی دی. زه یو محکوم بندي یم او د پنځو کلونو سزا تېروم، چې ما ته له اجازې پرته له هېواده د وتلو او د ۱۹۶۱ کال د مې په پای کې خلک کاربندۍ (اعتصاب) ته د هڅولو په تور راکړل شوې وه.
زه سمدستي دا اعتراف کوم چې زه هم په هغو کسانو کې شامل وم چې د "امکونتو وې سیزوې" په جوړولو کې یې برخه اخیستې وه، او د ۱۹۶۲ په اګسټ کې زما تر نیول کېدو پورې مې د هغې په چارو کې یو څرګند رول درلود. په دې بیان کې، چې زه یې اوس ورکوم، زه به د هغو غلطو انګېرنو (تاثراتو) د لیرې کولو هڅه وکړم چې دولتي شاهدانو رامنځته کړي دي. د نورو خبرو ترڅنګ، زه به دا هم روښانه کړم چې په شواهدو کې د ځینو هغو اقداماتو یادونه شوې ده چې د "امکونتو وې سیزوې" لخوا نه دي شوي او نه هم کېدای شوای.
زه به د افریقایي نیشنل کانګریس سره پر اړیکو او د دې دواړو سازمانونو په چارو کې د خپل ځاني رول په اړه هم رڼا واچوم. زه به د کمونیست ګوند د رول یادونه هم وکړم. د دې ټولو خبرو د سم وضاحت لپاره زه باید دا بیان کړم چې د "امکونتو" موخې څه وې؛ د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره هغې کومې لاري چاري وړاندیز کړې وې؛ او دا لاري چاري ولې غوره کړل شوې؟ زه به دا هم روښانه کړم چې زه څنګه د دې سازمانونو په فعالیتونو کې ښکېل شوم.
په پیل کې زه غواړم دا ووایم چې د ریاست (حکومت) لخوا په خپل لومړني بیان کې چې دا اغېز ښوول شوی چې د سویلي افریقا مبارزه د بهرنیو کسانو یا کمونیستانو تر اغېز لاندې ده، په بشپړ ډول غلط دی. ما چې څه هم کړي دي، که د یو فرد په توګه وي او که د خپل ملت د مشر په توګه، هغه مې په سویلي افریقا کې د خپلو شخصي تجربو او په ویاړ د ډک افریقایي شالید په اساس کړي دي، نه د کوم بهرني شخصیت په وینا.
په خپل ماشومتوب کې، په ټرانسکی کې، ما به د خپل ملت د مشرانو څخه د دوی د پخوانیو وختونو کیسې اورېدې. په دې کیسو کې زما د نیکونو هغه جګړې هم شاملې وې چې دوی د خپل وطن د دفاع لپاره کړې وې. ډنګاني، بامباتا، هنټسا، ماکانا، سکنګاتي، دالاسیلي، موشهوشوي او سیکوخوني هغه نومونه وو چې ټول افریقایي ملت ور باندې ویاړ کاوه. هغه وخت ما هیله لرله چې ژوند ما ته هم د خپلو خلکو د خدمت موقع راکړي او زه د هغوی د ازادۍ په مبارزه کې خپله کوچنۍ برخه واخیستلای شم. همدا جذبه په دې قضیه کې پر ما د لګول شویو تورونو په اړه زما د هر عمل بنسټ پاتې شوی دی.
د دې خبرې له کولو وروسته، زه به سمدستي او په لږ تفصیل سره د ورانکارۍ (تخریب کارۍ) پر موضوع خبرې وکړم. تر اوسه په محکمه کې چې څه وړاندې شوي دي، په هغو کې ځینې خبرې سمې او ځینې غلطې دي. خو زه له دې څخه منکر نه یم چې ما د ورانکارۍ پلان جوړ کړی و. ما دا پلان نه په بې پروایۍ کې جوړ کړی او نه له تشدد سره کومه مینه لرم. بلکې ما دا پرېکړه د یوې ارامې او جدي ارزونې وروسته وکړه، چې د هغې سیاسي وضعیت زیږنده وه چې د ډېرو کلونو راهیسې زما پر خلکو د سپین پوستو د ظلم، استحصال او جبر د پالیسیو له امله رامنځته شوی و.
زه دا ردوم چې "امکونتو" د هغو ګڼو اقداماتو مسؤله وه چې په ښکاره ډول د سازمان له پالیسۍ څخه بهر وو، مګر زموږ پر ضد په تورپاڼه (فردِ جرم) کې شامل کړل شوي دي. زه نه پوهېږم چې د دې کارونو کوم جواز و او که نه، او چا ترسره کړي دي؛ خو د دې ثابتولو لپاره چې هغه د "امکونتو" لخوا نه وې منل شوې او نه منل کېدای شوې، زه غواړم په لنډه توګه د دغه سازمان د بنسټ او د هغې د پالیسۍ یادونه وکړم.
ما مخکې هم یادونه وکړه چې زه په هغو کسانو کې وم چې د "امکونتو" بنسټ یې کېښود. ما او زما ملګرو دا سازمان د دوو لاملونو له امله جوړ کړ. لومړی لامل دا و چې موږ په دې باور وو چې د حکومتي پالیسیو له امله د افریقایي ولس لخوا تاوتریخوالی (تشدد) ناگزیر شوی و، او که د دوی د احساساتو د تنظیم او کنټرول لپاره یو مسؤل رهبریت شتون نه درلودای، نو د تروریزم داسې پېښې به رامنځته شوې وای چې د هېواد د بېلابېلو نسلونو ترمنځ به یې داسې سخته کرکه او دښمني پیدا کړې وای چې له جګړې هم ډېره خطرناکه کېدای شوای.
دوهم لامل دا و چې موږ په دې پوه شوي وو چې د ورانکارۍ (تخریب کارۍ) څخه پرته د افریقایي ولس لپاره د سپین پوستو د برترۍ د اصول پر وړاندې په خپله مبارزه کې د بریا هیڅ لاره نه وه پاتې شوې. د دې اصول پر وړاندې د سوله ییزو او قانوني لارو د مخالفت ټولې لاري د قانون جوړونې له لارې تړل شوې وې، او موږ د داسې یو حالت سره مخامخ کړل شوي وو چې یا خو د تل لپاره د ټیټ درجې حیثیت ومنو او یا د حکومت نافرماني وکړو. موږ د حکومت د نافرمانۍ لاره غوره کړه. په پیل کې موږ د تاوتریخوالي پرته د قانون د ماتولو لاره خپله کړه؛ خو کله چې دا لاره هم غیرقانوني وګرځول شوه او حکومت د خپلو پالیسیو د مخالفت د ځپلو لپاره له ځواک (طاقت) څخه کار اخیستل پیل کړل، نو بیا موږ پرېکړه وکړه چې د تشدد ځواب په تشدد سره ورکړو.
مګر کوم تشدد چې موږ غوره کړ، هغه تروریزم نه و. موږ چې د "امکونتو" بنسټ مو ایښی و، واړه د افریقایي نیشنل کانګریس غړي وو، او زموږ تر شا د سیاسي ستونزو د هواري لپاره د ANC د عدم تشدد او خبرو اترو (مذاکراتو) روایت شتون درلود. موږ په دې باور وو چې سویلي افریقا د ټولو هغو خلکو ده چې په کې ژوند کوي، نه د کومې یوې ډلې، که هغه تور پوستي وي او که سپین پوستي. موږ نسلي جګړه نه غوښته او تر وروستي حده مو ترې د ځان ژغورلو هڅه کوله. که محکمه په دې اړه کوم شک لري، نو زموږ د سازمان ټول تاریخ به د دې خبرې تصدیق وکړي، او په راتلونکي کې چې زه د هغو ستراتیژیو یادونه وکړم کوم چې "امکونتو" غوره کړې وې، نو دا خبره به نوره هم روښانه شي. له همدې امله زه غواړم د افریقایي نیشنل کانګریس په اړه څه وندڙ). (دوام لري)

-

تبصرہ آپ کا
ﺗﺑﺻره آﭘﮑﺎ